Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تېرو جګړو له امله اروزګان کې د ۳۲ ښوونځيو ودانۍ نړېدلې دي

د تېرو جګړو له امله اروزګان کې د ۳۲ ښوونځيو ودانۍ نړېدلې دي

author avatar
24 Oct 2022 - 14:57
د تېرو جګړو له امله اروزګان کې د ۳۲ ښوونځيو ودانۍ نړېدلې دي
author avatar
24 Oct 2022 - 14:57

ترینکوټ (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د تېرو کلونو د جګړو له امله د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې د نورو تاسیساتو ترڅنګ د ۳۲ ښوونځیو ودانۍ نړېدلې او همداسې ویجاړې پاتې دي.

خلک او زده‌کوونکي شکایت کوي چې له یوه کال ډېره موده کېږي جګړه درېدلې، خو تر اوسه د نړېدلو ښوونځیو د جوړولو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

د دغو ښوونځيو له ډلې یو هم په دهراود ولسوالۍ کې د ملا احمد لېسه ده چې په تېرو جګړو کې ویجاړه شوې او ټول شته یې له منځه تللي دي.

د دې لیسې د نهم ټولګي یوه زده‌کوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د لېسې دېوالونه، دروازې، کړکۍ او نور وسایل د تېرو جګړو پرمهال له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه، که څه له یوه کال ډېره موده کېږي چې جګړه درېدلې خو د دې لېسې بڼه بدله نه شوه او له ناکامه د همدې ویجاړې ودانۍ په ټولګیو کې زده‌کړو ته دوام ورکوي چې چتونه هم نه لري.

د همدې لېسې یو بل زده‌کوونکی شمس‌الله وايي، کله چې جګړه پای ته ورسېده نو نوو راغلو مسوولینو له دوی سره ژمنه وکړه چې د لېسې ودانۍ به ترمیموي او د جګړې ټول اثار به پاکوي.

خو دی شکایت کوی چې هغوی لا تر اوسه خپل ژمنه نه ده عملي کړې او هره ورځ لېسې ته په راتګ یې ذهنونو کې د تېرو جګړو بدې خاطرې غځونې کوي.

دا یوازې په دهراود ولسوالۍ کې د ملا احمد لېسه نه ده چې تېرو جګړو یې بڼه بدله کړې، بلکې د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې ښوونځي ورته حالت لري.

د مرکز ترینکوټ ښار شمال ته په ۸ کیلومترۍ کې د کوټوال سیمې لېسې زده‌کوونکي هم له ورته حالته کړېږي.

د دغې لېسې د اتم ټولګي زده‌کوونکي محمد اشرف پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیمه چې د دوی لېسه په کې اباده ده، شاوخوا ۵ کاله د سختو جګړو شاهده وه.

هغه زیاته کړه، د جګړو له امله د لېسې ودانۍ سوځېدلې او ټول شته یې لوټ شوي دي.

دی وايي، په داسې ټولګیو کې زده‌کړې کوي چې هره څنډه یې د جګړې ترخې خاطرې ور یادوي او د دوی د ځورېدو لامل کېږي.

نوموړی د پوهنې ریاست له چارواکو غواړي چې د جګړې له امله د ویجاړو شوو ښوونځیو د بیا رغولو په برخه کې لازم ګامونه واخلي.

بلخوا ښوونکي او د ښوونځیو مسوولین وايي، د ښوونځيو اوسنی ویجاړ حالت د زده‌کوونکو د زده‌کړو پر وړاندې ګواښ دی او بدې پایلې لري.

د یاد ولایت د یوې لېسې سرښوونکي شهزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېری ښوونځي په بد حالت کې دي، د جګړو پرمهال یې ودانۍ نړېدلې، سوځېدلې او ټول توکي یې چور شوي دي.

هغه زیاته کړه، چارواکي باید په لومړي ګام کې د ویجاړ شوو ښوونځیو د ودانیو د بېرته رغولو غم وخوري او د زده‌کړې لپاره په کې اړینې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اروزګان د پوهنې ریاست مسوولین هم مني چې د تېرو جګړو پر مهال د دغه ولایت ۳۲ ښوونځي وجاړ شوي او لاهم د زده‌کړو لپاره مناسب نه دي.

د پوهنې رییس مولوي خیرالله حقنما پژواک خبري اژانس ته وویل، په هغو سیمو کې چې ښوونځي ویجاړ شوي، زده‌کوونکو ته یې په بدیلو ځایونو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

دی وايي، د ویجاړو ښوونځیو بېرته جوړول ډېر لګښت غواړي چې دوی یې توان نه لري.

نوموړی له مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د ویجاړو شوو ښوونځيو په رغولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

د یادونې ده چې د تېرو جګړو پرمهال د ښوونځیو له ودانیو او نورو تاسیساتو د جګړې د سنګر په توګه کار اخیستل کېده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.