ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې مالداران د لمپی‌سکین ویروس خپرېدو زیانمن او اندېښمن کړي

پروان کې مالداران د لمپی‌سکین ویروس خپرېدو زیانمن او اندېښمن کړي

author avatar
24 Oct 2022 - 19:26
پروان کې مالداران د لمپی‌سکین ویروس خپرېدو زیانمن او اندېښمن کړي
author avatar
24 Oct 2022 - 19:26

چاریکار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د پروان ولایت یو شمېر مالداران د څارویو یو ډول ویروس خپرېدو په اړه چې د دوی د څارویو د له منځه تلو لامل شوی، اندېښمن دي او له چارواکو یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دوی وايي، دا ویروس له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په پروان ولایت کې خپور شوی او یو شمېر څاروي یې له امله مړه شوي دي.

د پروان ولايت سيمه‌ييزو مسوولينو د دغه حيواني ويروس خپرېدل تاييدوي او وايي چې د مخنيوي لپاره يې اقدامات شوي او د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې د څارويو واکسين‎ د تطبيق لړۍ پيل شوې ده.

د پژواک د يو راپور له مخې، څېړونکو ويلي وو چې د لمپی‌سکین جلدي ناروغي (LSD) يوه ساري ناروغي ده چې تر ډېره د حشراتو لکه د مچانو، غوماشو او کله ناکله د کنو له لارې خپرېږي خو روغو څارویو ته د ناروغو څاریو په نږدې کېدو سره هم دغه ویروس لېږدول کېږي.

دا ناروغي په غواګانو کې ډېره خو په ګاومېښو کې کمه خپریږي، خو دغه ویروس کېدای شي په وزو او پسونو کې هم خپور شي.

د دغه ولايت د مرکز اړوند د «لغماني» کلي اوسېدونکی او يو مالدار‎ محمدعزيز وايي، د دغه ويروس له امله يې خپلې دوه غواګانې – چې ارزښت يې له ۹۰ تر ۱۰۰ زره افغانيو و – له لاسه ورکړې.

نوموړی زیاتوي: «دوه د شیدو ‎غواګانې مې درلودې، له لسو تر دوولسو ورځو پورې ناروغې وې، همدې ناروغۍ نیولې وې، ډېره هڅه مې وکړه، له بده مرغه مړې شوې، موږ ته لوی اقتصادي زیان واوښت، موږ یې د لبنیاتو پلورلو له درکه یو څه ترلاسه کول؛ ښه ژوند مو درلود.»

هغه له مسوولینو وغوښتل چې د دغه ویروس خپرېدو مخه ونیسي.

د پروان ولايت د غوربند درې د شيخ‌علي ولسوالۍ په مرکز کې د «جرف» کلي يو بل مالدار جمعه خان هم د څارويو د دې ناروغۍ په خپرېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه چې د دوى څاروي يې له خطر سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه چې له لسو ورځو راهيسې په دې سيمه کې د خلکو لسګونه غواګانې له منځه تللې دي.

هغه زياته کړه: «یوه غوا مې لرله چې له همدې ناروغۍ مړه شوه، که‎ د دې ناروغۍ مخه ونه نيول شي، خلک به ډېر زيانمن شي.»

د پروان د کرنې او مالدارۍ رياست د وترنرۍ ډاکتر عبدالمتين له پژواک سره په خبرو کې وويل، په دې وروستيو کې ‎د پروان ولايت اړوند د ورځې د شاوخوا ٢٥ تر ٣٠ څارويو درملنه کوي؛ خو د پوستکي دغه ډول ويروس چې په څارويو کې خپور شوی، هره ورځ له پنځو تر لسو څاروي وژني.

د پروان د کرنې او مالدارۍ رياست د حیواني روغتیا برخې امر ډاکتر محمدعارف عقيل وايي: «په دې وروستيو کې د لمپی‌سکین په نوم جلدي ناروغي خپره شوې چې له امله یې د غواګانو پر بدن دانې راپورته کېږي، په پروان کې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه غواګانې پرې اخته شوې چې شاوخوا ۱۰ سلنه یې له منځه د تلف کېدو په حال کې دي.»

نوموړی زیاتوي، دغه ویروس شاوخوا درې میاشتې مخکې له بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې خپور شوی او تر اسوه د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې غواګانې پرې اخته شوې دي.‎

د هغه په ​​وينا، د کرنې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې د دغه ويروس واکسين له بهرنيو هېوادونو ترلاسه کړي.

هغه وویل: «لله الحمد چې واکسین رارسېدلی او د پروان په ډېری سیمو کې د کوپراتیفونو له لارې د څارویو د واکسین تطبیق لړۍ پیل شوې ده.»

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.