کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د ګوزڼ د نړیوالې ورځې په درشل کې، د روغتیا نړيوال سازمان په داسې حال کې دا مهال د ګوزن له ویروس څخه د افغانستان د پاکولو ښه وخت بولي چې سږ کال هېواد کې د دغې ناروغۍ یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اکټوبر په ۲۴مه د ګوزڼ نړیواله ورځ نمانځي، څو د پولیو واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه او هر ماشوم له دې وژونکې ناروغۍ وژغورل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پر خپل ټویټر لیکلي: «دا تر ټولو ښه وخت دی چې افغانستان د ګوزڼ له ویروس څخه پاک کړی شي.»
سرچینه زیاتوي، افغانستان له هر بل وخته د ګوزڼ د له منځه وړلو ته نږدې شوی او د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې په افغانستان کې د پوليو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۲ کال کې تراوسه دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د ګوزڼ دغه پېښې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
که څه هم په نړۍ کې د یادې ناروغۍ لمن په ټولېدو ده، خو افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن