په افغانستان کې د کرونا له امله تراوسه شاوخوا ۷۶۰۰ کسان مړه شوي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د کرونا له پېله تراوسه تر ۷۶۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي چې ۹۷ تنه يې روغتیايي کارکوونکي دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د مړینې کچه د دغه سازمان تر اعلان شوې شمیرې ډېره ده.





