کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ويلي، په افغانستان کې د ګوزڼ او شري واکسین ۱۶ ورځنی کمپاین بشپړ شو.
یاد سازمان پرون (پنج شنبه) په یوه ټویټ کې ويلي، په افغانستان کې يې په ۱۶ ورځني کمپاین کې له ۹ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ۵.۳۶ میلیون ماشومانو ته د شري او۶.۱ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق کړی دی.
د روغتیا نړيوال سازمان په ډاګه کړې چې دغه کمپاین د روان میلادي کال د نومبر له ۲۶ د ډسمبر تر ۱۲ مې تطبیق شوی دی.
د یاد سازمان په وینا، دغه کمپاین د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۲۹ ولسوالیو کې تطبیق شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، د هېواد د عامې روغتیا وزارت د روان لمريز کال د لیندۍ په ۲۷مه په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین سراسري کمپاین پیلېدو خبر ورکړ او ويلي يې دي چې افغانستان د دې ناروغۍ ختمولو ته نږدې شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هغه وخت پژواک خبري آژانس ته وویل، دغه کمپاین چې په روان کال کې يې د سراسري کمپاین وروستی پړاو دی، نن (د لیندۍ ۲۷مه) د هېواد د ۲۶ ولایتونو په ۲۴۲ ولسوالیو کې پيل شوی او درې ورځې به دوام وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې کمپاین کې نږدې اووه میلیونه له پنځه کالو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










