ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر: له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوو

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر: له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوو

author avatar
26 Nov 2022 - 14:21
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر: له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوو
author avatar
26 Nov 2022 - 14:21

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د روغتیا نړۍوال سازمان مشر، په عمان کې د افغانستان د عامې روغتيا له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان به له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په عمان کې د مکروبونو ضد مقاومت (Anti-Microbial Resistance) ترنامه لاندې کنفرانس کې – چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړ شوی- ګډون کړی دی. د کنفرانس ګډونوال د مکروبونو ضد مقاومت، نوښتونو، ستونزو، حل‌لارو او  د سیاسي مشارکت په اړه خپل وړاندیزونه سره شریکوي.

سرچینه زیاتوي چې په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو سازمان، د روغتيا نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو له ماشونو د ملاتړ صندوق (يونيسف) او د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان استازو هم برخه اخېستې ده.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست تېره ورځ د یاد کنفرانس په څنډه کې په عمان کې د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر ډاکټر تیدروس سره هم لیدلي دي.

سرچینې لیکلي، په ياده لیدنه کې د روغتیایی خدمتونو د معیاری کولو، لرو سیمو ته د روغتیایی خدماتو رسولو، د روغتیایي کارکوونکو وړتیاوو لوړولو او د روغتیا نړۍوال سازمان په عمومي اسمبلې کې د افغانستان د ګډون په اړه خبرې کړې دي.

 سرچینه زیاتوي چې د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ویلي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزرات په روغتیايي برخه کې ښې‌لاسته راوړنې لري او دغه سازمان به هم په دې برخه کې له یاد وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ژمنه کړې چې له افغانستان څخه به په يوه سفر کې لیدنه وکړي.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.