ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: سږ کال مو په زابل کې ۴۱ ګرځنده او ثابت روغتیايي مرکزونه فعال کړي دي

چارواکي: سږ کال مو په زابل کې ۴۱ ګرځنده او ثابت روغتیايي مرکزونه فعال کړي دي

author avatar
25 Oct 2022 - 11:51
چارواکي: سږ کال مو په زابل کې ۴۱ ګرځنده او ثابت روغتیايي مرکزونه فعال کړي دي
author avatar
25 Oct 2022 - 11:51

کلات (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، سږ کال یې د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱ ګرځنده او ثابت روغتیايي مرکزونه فعال کړي چې زرګونه خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، له کلونو راهیسې د زابل ګڼې سیمې- په ځانګړې توګه لرې سیمې- له روغتیايي خدماتو بې برخې وې، خو دوی هڅه کړې چې دغو سیمو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

هغه زیاته کړه، د روغتیا په برخه کې د مرستندویه ادارو په مټ توانېدلی چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو په هغو سیمو کې ۴۱ ګرځنده، بنسټیز او فرعي کلینیکونه فعال کړي چې اوسېدونکي یې له روغتیايي خدماتو بې‌برخې وو.

دی وايي، په دغو مرکزونو کې ۱۴ بنسټیز او ۲۷ ګرځنده روغتیايي مرکزونه شامل دي چې هره ورځ د سلګونو ناروغانو درملنه کوي او وړیا درمل ورکوي.

د ده په خبره، د دغو نوو روغتیايي مرکزونو له جوړولو سره ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

حکیمي وویل، اوسمهال په زابل کې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه شته چې په میاشتنۍ کچه له ۱۰۰زره د ډېرو ناروغانو درملنه په کې کېږي.

دی زیاتوي، هڅه کوي د دغه ولایت په هغو لرو سیمو کې نور روغتیايي مرکزونه هم فعال کړي چې اوسېدونکي یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د زابل اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې خدمات ښه شوي دي.

د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خان‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله د روغتیايي مرکزونو خدمات ښه شوي چې د ناروغیو د تشخیص ترڅنګ ناروغانو ته وړیا درمل هم ورکوي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو کلونو چې جګړې وې او ناامنۍ وې، د ډېرو سیمو روغتیايي مرکزونه نیمه فعال وو، کله به ډاکټران نه وو، که ډاکټران به وو نو بیا به درمل نه وو، خو اوس یې فعالیتونه ښه شوي او خلک ورڅخه خوشحاله دي.»

دی غوښتنه کوي چې په دې او نورو ولسوالیو کې دې مسلکي ډاکټران لا ډېر شي څو خلک اړ نه شي چې د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره نورو ځایونو ته لاړ شي.

د شملزو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالوالي هم وايي چې اوسمهال روغتیايي مرکزونه اکمال او تجهیز شوي چې د ناروغانو لومړنۍ درملنه په کې په ښه توګه کېږي.

ده پژواک ته وویل: «زموږ ولسوالي یوه سرحدي ولسوالي ده چې له مرکز کلات سره ډېره فاصله لري، کله کله په ژمي کې لارې بندېږي او خلک تګ راتګ نه شي کولای خو سږ کال له ژمي مخکې کلینکونو ته درمل او نور وسایل را رسېدلي چې د خلکو ستونزې به ورسره حل شي.»

نوموړی غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې یو داسې بشپړ مجهز روغتون جوړ شي چې د ډېرو ناروغیو درملنه په کې وشي.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.