اټلانټا (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا سفارت نوې شارژدافیره مېرمن کرن ډیکر وایي، په ترکیه کې له یو شمېر افغانانو سره لیدنې په موخه دغه هېواد ته تللې ده.
هغې د لړم په ۱۳مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، ترکیې ته یې په دې موخه سفر کړی، څو هلته له مېشتو افغانانو واوري.
مېرمن ډیکر زیاته کړې: «زه او زما ټیم به په ترکیه کې د افغانانو بېلابېلو ډلو له استازو سره وګوري او د هغوی خبرو ته سترګې په لار یو چې په کې ښځې، نارینه، ژورنالېستان، فعالان، پښتانه، هزاره، تاجک او ازبک شامل دي.»
د هغې په وینا، ترکیې ته په دې موخه ورغلې، څو په بهر کې مېشت افغانان په افغانستان کې دننه افغانانو سره څه ډول تړاو او ارتباط لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP