ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکايي پلاوی له یو شمېر افغانانو سره د لیدنې په موخه ترکیې ته تللی

امریکايي پلاوی له یو شمېر افغانانو سره د لیدنې په موخه ترکیې ته تللی

author avatar
25 Oct 2022 - 07:18
امریکايي پلاوی له یو شمېر افغانانو سره د لیدنې په موخه ترکیې ته تللی
author avatar
25 Oct 2022 - 07:18

اټلانټا (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا سفارت نوې شارژدافیره مېرمن کرن ډیکر وایي، په ترکیه کې له یو شمېر افغانانو سره لیدنې په موخه دغه هېواد ته تللې ده.

هغې د لړم  په ۱۳مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، ترکیې ته یې په دې موخه سفر کړی، څو هلته له مېشتو افغانانو واوري.

مېرمن ډیکر زیاته کړې: «زه او زما ټیم به په ترکیه کې د افغانانو بېلابېلو ډلو له استازو سره وګوري او د هغوی خبرو ته سترګې په لار یو چې په کې ښځې، نارینه، ژورنالېستان، فعالان، پښتانه، هزاره، تاجک او ازبک شامل دي.»

د هغې په وینا، ترکیې ته په دې موخه ورغلې، څو په بهر کې مېشت افغانان په افغانستان کې دننه افغانانو سره څه ډول تړاو او ارتباط لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.