Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې سلګونو کسانو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ زده‌کړې کورس جوړ شو

بامیان (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د بامیان ولایت چارواکي په دغه ولایت کې ۶۸۰ کسانو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ زده‌کړې د یوه کورس جوړولو خبر ورکوي.

د باميان ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریيس قاري زين‌الله مسرور وايي، دغه اداره هڅه کوي چې د حرفوي زده‌کړو له لارې خلکو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.

د هغه په ​​وينا، تر اوسه یې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٦٨٠ کسانو ته د سواد، خياطۍ او ګلدوزۍ زده‌کړو زمینه برابره کړې چې له دې ډلې شاوخوا ٤٨٠ یې ښځې دي.

نوموړی زیاتوي، د خیاطي او ګلدوزۍ زده‌کړې پروژې د رفاه اسلامي، همیاري زنان، برک، اکشن اېډ موسسو په همکارۍ د بامیان په مرکز او سیغان، شیبر او پنجاب ولسوالیو کې پیل شوې چې له فراغت وروسته به روزل شوو کسانو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ وسایلو ورکړه هم په پام کې نیول شوي دي.

د هغه په ​​وينا، په دغو ښوونيزو پروګرامونو کې شامل کسان به له فراغت وروسته د کار بازار ته داخل او ټولنه کې به د کار زمینه ورته برابره شي.

د دې ترڅنګ، هغه کسان چې په دغو روزنیزو پروګرامونو کې شامل دي هم له خپلو کارونو خوښ دي.

د باميان د مرکز اوسېدونکې ٢٥ کلنه نجيبه چې د دغه ښوونيز پروګرام يوه ګډونواله ده، وايي: «موږ له څه باندې دوو مياشتو راهيسې د خياطۍ پر زده‌کړو بوخت يو او د خپلو استادانو په همکارۍ اوس کولای شو څو ډوله ښځینه جامې وګنډو.»

هغه هیله لري چې په راتلونکي کې به وکولای شي د خیاطۍ  له زده‌کړې وروسته په مستقل ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي او له دې لارې وکولای شي چې کار وکړي او عواید ترلاسه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.