Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالي ستونزو، جوزجان کې د ترکمنانو یوازینۍ راډیو له سقوط سره مخ کړې

مالي ستونزو، جوزجان کې د ترکمنانو یوازینۍ راډیو له سقوط سره مخ کړې

author avatar
25 Oct 2022 - 17:09
مالي ستونزو، جوزجان کې د ترکمنانو یوازینۍ راډیو له سقوط سره مخ کړې
author avatar
25 Oct 2022 - 17:09

شبرغان (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): په جوزجان کې د ترکمنانو د یوازینۍ راډیو مسوولین له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او وايي، که مالي ملاتړ یې ونه شي، نو دغه راډیو به سقوط شي؛ خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، هڅه کېږي څو د دغه ډول رسنیو ملاتړ وشي.

ترکمن اېف‌اېم راډیو دوه کاله مخکې د بشیر حکیمي په مشرۍ د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې فعالیت پیل کړ.

د دغې راډیو مسوول بشیر حکیمي په یوه ځانګړې مرکه کې پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس دغه راډیو له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ ده؛ که حکومت او د رسنیو ملاتړي بنسټونه دې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي، نو د مالي ستونزو له امله به ترکمن اېف‌اېم راډیو سقوط شي.

نوموړي زیاته کړه، مخکې یادې راډیو شاوخوا ۱۴ کارکوونکي درلودل او د سوداګریزو اعلانونو او سوداګریزو پروژو له لارې یې عواید ترلاسه کول.

هغه وايي: «د افغانستان د ترکمنانو لومړنۍ راډیو ترکمن اېف‌اېم مو په شبرغان ښار کې فعاله کړه، ۹ هلکانو او ۵ نجونو کار پکې کاوه چې د تېر حکومت له سقوط وروسته، اعلانونه کم شوي او اوسمهال له امتیاز پرته درې هلکان کار پکې کوي.»

ده څرګنده کړه، په دغه راډیو کې پر ترکمني خپرونو سربېره، په ازبکي، فارسي او پښتو ژبو هم ټولنیزې برنامې خپرېږي.

هغه وویل: «که اوسنی حکومت او د رسنیو ملاتړي بنسټونه همکاري راسره ونه کړي، نو اړ یو چې خپل رسنیز فعالیت ودروو.»

په ورته وخت کې، د ارمغان راډیو مسوول رسول سرداش پژواک ته وویل، اوس د مخکې په پرتله له مالي ستونزو سره مخ شوي او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې په دغه سخت وخت کې له رسنیو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړ: «له دې امله چې اقتصادي ستونزې لرو، نو د راډیويي خپرونو د چلولو لپاره کارمند نه شو ګومارلی او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

په همدې حال کې، د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف‌الدین معتصم وايي، دوی هڅه کوي څو د مؤسسو او ولایت مقام له لارې له رسنیو سره د مرستې لپاره یوه لاره رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه: «د یوناما له دفتر او نورو بنسټونو سره مو خبرې وکړې څو له رسنیو سره همکاري وکړو، له دې مخکې هم د سیمه‌ییزو رسنیو مسوولینو د اقتصادي ستونزو له مله موږ ته راغلي او موږ هم هڅه کوو چې د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په جوزجان ولایت کې ۱۰ خصوصي راډيوګانې فعالیت کوي چې خپرونې یې له ۲۴ ساعتونو څخه ۱۰ یا ۱۲ ساعتونو ته راکمې کړې دي.

Views: 14

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.