کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې کوربه هېواد اسټرالیا سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه.
د دوولس غوره لوبډلو په ګډون د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په اسټرالیا کې روانې دي؛ سریلانکا په دوولسو غوره لوبډلو کې د ځای موندلو په موخه لومړی د دې سیالیو غوراوي په لومړۍ برخه کې ګډون وکړ او لاره یې ومونده.
کوربه هېواد اسټرالیا خپله دویمه لوبه د تلې په ۳مه له سریلانکا سره وکړه؛ د دې لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د سریلانکا لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د ۱۵۸ منډو هدف ورکړ.
خو د اسټرالیا لوبډلې یاد هدف په اوولسم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.
د یادونې ده، اسټرالیا خپله لومړۍ لوبه پر ایرلینډ بایللې وه او سریلانکا بیا ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP