ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام؛ اسټرالیا سریلانکا ته ماتې ورکړه

د کرکټ نړۍوال جام؛ اسټرالیا سریلانکا ته ماتې ورکړه

author avatar
26 Oct 2022 - 02:53
د کرکټ نړۍوال جام؛ اسټرالیا سریلانکا ته ماتې ورکړه
author avatar
26 Oct 2022 - 02:53

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې کوربه هېواد اسټرالیا سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه.

د دوولس غوره لوبډلو په ګډون د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په اسټرالیا کې روانې دي؛ سریلانکا په دوولسو غوره لوبډلو کې د ځای موندلو په موخه لومړی د دې سیالیو غوراوي په لومړۍ برخه کې ګډون وکړ او لاره یې ومونده.

کوربه هېواد اسټرالیا خپله دویمه لوبه د تلې په ۳مه له سریلانکا سره وکړه؛ د دې لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د ۱۵۸ منډو هدف ورکړ.

خو د اسټرالیا لوبډلې یاد هدف په اوولسم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو  ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

د یادونې ده، اسټرالیا خپله لومړۍ لوبه پر ایرلینډ بایللې وه او سریلانکا بیا ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.