کندهار (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ ښاروالۍ مسوولین وايي، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې په دغه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ له خوا د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوالونو، اوبو رسولو، سړکونو او چریو جوړولو او نورې بېلابېلې پروژې پلې شوې او ځینې لا هم تر کار لاندې دي.
د دغې ولسوالۍ ښاروال مولوي رحمتالله مسافر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولسوالي چې تر ټولو ډېره اړتیا یې اوبه ته ده په کې د پاکو اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه شوې او یوه هم تر کار لاندې ده.
ده زیاه کړه، د اوبو د پروژو ترڅنګ، د هغو پاتاوونو غاړو ته استنادي دېوالونه جوړ شوي چې اوبه یې کورونو او دوکانونو ته اوښتلې.
دی وايي: «د سپین بولدک ولسوالۍ د ولس لپاره مو ډېر کار کړی دی، موږ اوس د هغه مندونو دواړه طرفه سړکان رغوو چې مخکې نه وه او خلکو غصب کړي وو، کله چې به اوبه ډېرې شوې ډېری کورونه او دوکانونه به یې ونړول.»
د هغه په خبره، په وروستیو سېلابونو او ورښتونو کې له همدې امله چې د مندونو حریم خلکو نیولی وو، په یوه شپه ۲۵۰۰ کورونه د اوبو له امله ونړېدل چې اوس به دا ستونزه نه وي.
هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې خلکو ته نور اړین خدمات هم وړاندې شي، تر سل میلیونه ډېرو افغانیو ته اړتیا ده چې حکومت او مرستندویه ادارې یې باید ورکړي.
د ده په وینا، که څه هم دوی له خلکو مالیه اخلي خو د مالیې پیسې دومره نه دي چې خلکو ته اړین خدمات وړاندې شي.
د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي هم له پلې شوو او روانو پروژو خوښ دي او وایي، باید نورې پروژې هم پلې شي څو له یوې خوا خلکو ته خدمات وړاندې شي او بلخوا بېروزګاره کسان پر کار شي.
د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی میراجان چې د سړک جوړونې په یوه پروژه کې کار کوي وایي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسي پر کار بوخت دی او له خپل کار څخه خوښ دی.
ده زیاته کړه: «زه ډېر خوشحاله یم چې دلته کار کوم، سپین بولدک خو ډېرې دوړي لري نو چې سړکان جوړ شي او اوبه ډېرې شي د مشکلاتو څخه به هم خلک خلاص وي.»
د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی حضرت علي هم وایي، د دوی لومړۍ غوښتنه د اوبو ده، ځکه دلته خلک یو ټانکر اوبه په زر یا دوولس سوه افغانۍ رانیسي.
ده زیاته کړه: «ښاروالۍ یو ډېر لوی خدمت پيل کړی دی، دلته خلک اکثره غریبان دي، پيسې ټولې پر اوبو ځني مصرف کیږي نو چې دوی ته اوبه ورسول شي تر دې لوی کار نشته.»
د سپين بولدک ولسوالۍ په روانو پروژو کې د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم پر کار بوخت دي او وایي، له خپله کاره ډېر خوښ دي.
د هلمند د کجکي اوسېدونکی میرزا محمد وایي، دا چې دلته کار کوي او د خپلو خلکو لپاره خدمت کوي، ډېر خوښ دی؛ ځکه هم خدمت تر سره کوي او هم پيسې تر لاسه کوي.
ده زیاته کړه: «دلته له ډېره وخته کار کوم، خوشحاله یم چې د اولادو روزي پيدا کوم، نو دا هم خدمت دی او هم پیسې دي.»
سپین بولدک چې ډیورنډ کرښې ته پرته یوه ګڼ مېشته ولسوالي ده، د کندهار ډېره برخه صادرات او واردات د همدې ولسوالۍ له لارې کېږي.
د دغې ولسوالۍ خلک غوښتنه کوي چې دې ولسوالۍ ته باید پاملرنه نوره هم زیاته شي، څو له اقتصادي اړخه يې ډېره ګټه کندهار ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP