کندهار (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د کندهار مرافعه محکمې د جزا دیوان له خوا ۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه چې څلور تنه یې پر غلا او یو یې پر غیراخلاقي کړنې تورن وو.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د تورنو کسانو له ډلې څلورو یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې موټرسایکلونه او نور توکي غلا کړي وو چې یو کس په اووه میاشتې بند او ۳۰ درو، دویم یې په شپږ میاشتني بند او ۳۰ درو، درېیم کس په یوه کال بند او ۳۹ درو او څلورم کس په اووه میاشتې بند او ۳۹ درو سزا محکوم شول.
هغه زیاته کړه، پنځم کس چې د کندهار ښار په ۱۳مه، ناحیه کې له یوې نامحرمې ښځې سره د اړیکې په تور نیول شوی و، د محکمې له خوا په شپږ میاشتې بند محکوم او ۳۹ درې ووهل شو.
دی وايي، هغه کسان چې غلاوې، غیر اخلاقي کړنې او جرمونه کوي، د امنیتي کسانو له خوا نیول کېږي او په ورته توګه سزا ورکول کېږي.
په کندهار کې دغو کسانو ته په داسې حال کې د غلا او نورو جرمونو په تور سزا ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې له غلو څخه د خلکو شکایتونه زیات شوي او وايي، غله په رڼا ورځ له خلکو پيسې، موټرسایکلونه، ټلیفونونه، وسایط او نور شیان اخلي چې باید مخه یې ونیول شي.
Views: 325
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن