کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): په کابل ښار کې د «سیرتالنبي کتاب لوستنې سیالۍ» کې چې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري جوړه شوې وه، د خصوصي پوهنتونو تر زرو ډېرو محصلانو ګډون پکې کړی و.
دغه سیالي نن (د لړم ۵مه) د کابل پوهنتون په ایډېټوریم کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري جوړه شوې وه.
د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس شیخ شاکرالله د دغه پروګرام پرانیستې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، دې سیالۍ ته د خصوصي پوهنتونو تر ۱۵۰۰ ډېرو محصلانو نوملیکنه کړې وه، خو نن په کې تر زرو ډېر داوطلبان ګډون لري.
هغه څرګنده کړه، په دغه آموزینه کې چې له خصوصي پوهنتونونو سره په همغږۍ د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري پیل شوې، د کابل ښار د ۶۹ خصوصي پوهنتونونو له ډلې ۳۰ پوهنتونونو په داوطلبانه توګه ګډون پکې کړی دی.
نوموړي وویل، د دغې سیالۍ پایلې به لس ورځې وروسته اعلان شي چې له پروګرام سره سم، د لومړي ګروپ ګټونکو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ تحصیلي بورسونه، د دویم ګروپ ګټونکو ته نغدي جایزې او نورو ګتګوریو ته به ځینې نورې جایزې ډالۍ شي.
سرچینې زیاته کړه، د دغې سیالۍ عمده موخه، د محصلانو د دینې پوهې کچې لوړېدل، مطالعې ته یې هڅونه او په ځانګړې توګه د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) له ژوند سره د هغوی اشنايي ده.
د هغه په وینا، یاد وزارت هڅه کوي څو د تحصیلي او علمي بنسټونو په کچه د سیرتالنبي په اړه ګڼ پروګرامونه او سمینارونه دایر کړي.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د شرعي حجاب رعایت ته په پام او د ګډونوالو لپاره د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو سره د نجونو ترمنځ هم ورته سیالۍ ترسره شي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن