ترینکوټ (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د پاخه عمر یو کس – چې لور یې د دې ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې د قابلې په توګه دنده ترسره کوله او دی د محرم په توګه ورسره اوسېده – د نامعلومو کسانو له خوا وهل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه پرون ناوخته د چنارتو ولسوالۍ په چکه جوی سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، وژل شوی کس په اصل کې د اروزګان د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې لور یې د چنارتو ولسوالۍ د چکه جوی سیمې په روغتیایي مرکز کې د قابلې په توګه کار کاوه او دی د محرم په توګه ورسره اوسېده.
دی وایي، د یادې قابلې پلار پرون د یوې ټيلېفوني اړیکې لپاره نږدې غره ته پورته شوی و چې همالته د نامعلومو کسانو له خوا لومړی وهل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.
د ده په خبره، تر اوسه د پېښې علت معلوم نه دی خو د ولسوالۍ ځايي مسوولینو د قاتلانو د موندلو په موخه پلټنې پیل کړې دي.
روحاني له یادې شوې روغتیاپالې سره شوی ظلم غندي او وايي، دا ډول پېښې په لرو سیمو کې روغتیايي خدمات اغېزمنولای شي.
په چنارتو ولسوالۍ کې یوې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پاخه عمر یاد کس غره ته د ټلیفون کولو لپاره ختلی و چې لومړی سخت وهل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.
هغه وايي، نه پوهېږي دغه کس چا او ولې وژلی، خو په اړه یې پلټنې پيل شوې دي.
د یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې هم د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې د یوې قابلې مړی د دې په استوګنځي کې پيدا شوی و چې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې وه.
Views: 186
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن