ایبک (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د سمنګان سیمهییز مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.
د سمنګان ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رییس حبیبالرحمن وقاص پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د سروې له مخې د دغه ولایت په فیروزنخچير او حضرت سلطان ولسوالیو کې په ۷زره او ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د انګورو باغونه شته.
هغه زیاتوي، د یادو ولسوالیو بڼوالو تېر کال له دغو باغونو څخه ۲۵زره مټریک ټنه د انګورو حاصلات راټول کړي وو چې یو کیلوګرام یې په منځني ډول په ۲۵ افغانۍ پلورلي او له دې درکه یې څه باندې ۶۲۵ میلیون افغانۍ عاید ترلاسه کړيبرات و.
د هغه په خبره، د هغو څېړنو له مخې چې دوی په روان کال کې ترسره کړې، سږ کال د یادو ولسوالیو بڼوالو له خپلو باغونو څخه تر ۳۰زره او ۷۰۰ مټریک ټنه ډېر انګور ترلاسه کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه ډېروالی ښيي.
هغه وویل، له بلې خوا، په روان کال کې د انګورو بیې هم لوړې شوې، تېر کال یو کیلوګرام انګور په منځني ډول په ۲۵ افغانیو پلورل کېده؛ خو سږ کال یو کیلوګرام انګور په منځني ډول په ۳۰ افغانیو پلورل کېږي چې بڼوال به له دغه درکه تر ۹۰۰ میلیون افغانۍ ډېر عاید تر لاسه کړي.
د کرنې ادارې رییس د انګورو بیو لوړېدو لامل پاکستان ته د انګورو صادرات بولي او وايي، په روان کال کې د سمنګان ۸۵ سلنه انګور پاکستان ته صادر شوي دي.
هغه دغهراز وویل، د سمنګان آب، هوا او خاوره د انګورو ودې لپاره برابره ده او د فیروزنخچیر ولسوالۍ ۹۰ سلنه اوسېدونکي د انګورو پر باغدارۍ بوخت دي چې له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
په دغه حال کې، بزګر د انګورو د بیو له لوړېدو او د حاصلاتو له ډېروالي څخه خوښ دي.
د فیروزنخچیر ولسوالۍ د «لب آب» کلي یوه ۵۲ کلن کروندګر عبدالرحیم پژواک ته وویل: «تېر کال یې د انګورو له ۳ جریبه باغ څخه مې ۵۶ ټنه د انګورو حاصلات اخیستي او له دې مدرکه مې ۱۵۰زره افغانۍ تر لاسه کړې وې، خو سږ کال مې ورڅخه له ۸۴ ټنه ډېر انګور ترلاسه کړ او د هغه له خرڅلاو څخه مې ۲۵۰زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.»
هغه زیاته کړه، د سمنګان حسیني او تایفي انګور نړۍوال شهرت لري او دغه دوه ډول انګور ځانګړی خوند او خوږلني لري او کیفیت یې هم ډېر ښه دی او لرې ځای ته د لېږد لپاره ډېر مقاومت لري، نو له همدې امله یې د سوداګرو پام را جلب کړی دی.
دغه بزګر د محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو د نشتوالي له امله شکایت کوي او وایي، که په دې ولسوالۍ کې سړېخونې وای، اوس به یې یو کیلوګرام انګور په ۶۰ افغانیو پلورل کېده.
ده له حکومته وغوښتل څو په دغه ولایت کې سړېخونې جوړې کړي او له بڼوالو سره دې په نورو برخو کې هم مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP