Language

چارواکي: اروزګان کې د جګړو له امله نړېدلي ۱۳ روغتیايي مرکزونه بېرته رغوو

ترینکوټ (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، د اروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳ روغتیايي مرکزونو ودانۍ- چې په تېرو جګړو کې نړېدلې- بېرته رغوي او د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته یې چمتو کوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده دا څرګندونې اروزګان ته په خپل سفر کې د مرکز ترینکوټ په یکلینګي سیمه کې د یوه نړېدلي لس بستریز روغتیايي مرکز د بیارغونې د بشپړېدو پرمهال وکړې.

نوموړي وویل، په دغه ولایت کې ۱۳ روغتیايي مرکزونه کلونه د جګړې د سنګر په توګه کارول شوي او د ودانیو په ګډون یې ټول وسایل له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه، د میلونونو افغانیو په لګښت د دغو روغتیايي مرکزونو د بیا رغولو چارې پیل کړې چې ژر به بشپړې او خلکو ته به په کې روغتیايي خدمات وړاندې شي.

login or register a new account.