منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي: اروزګان کې د جګړو له امله نړېدلي ۱۳ روغتیايي مرکزونه بېرته رغوو

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۵ کتنې · تازه شوی

ترینکوټ (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، د اروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳ روغتیايي مرکزونو ودانۍ- چې په تېرو جګړو کې نړېدلې- بېرته رغوي او د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته یې چمتو کوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده دا څرګندونې اروزګان ته په خپل سفر کې د مرکز ترینکوټ په یکلینګي سیمه کې د یوه نړېدلي لس بستریز روغتیايي مرکز د بیارغونې د بشپړېدو پرمهال وکړې.

نوموړي وویل، په دغه ولایت کې ۱۳ روغتیايي مرکزونه کلونه د جګړې د سنګر په توګه کارول شوي او د ودانیو په ګډون یې ټول وسایل له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه، د میلونونو افغانیو په لګښت د دغو روغتیايي مرکزونو د بیا رغولو چارې پیل کړې چې ژر به بشپړې او خلکو ته به په کې روغتیايي خدمات وړاندې شي.

ده د اروزګان له خلکو سره ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰ نوي روغتیايي مرکزونه هم فعالوي، څو د هغو سیمو اوسېدونکي هم له روغتیايي خدماتو برخمن شي چې په تېرو کلونو کې د جګړې او نورو ستونزو له امله ترې محروم وو.

صاحبزاده دغه‌راز یادونه وکړه چې اړوند وزارت هېواد ته د غیر معیاري درملو او نورو طبي توکو واردولو مخنیوي په موخه پر بېلابېلو پلانونو کار کړی او همدراز یې هڅې پيل کړې څو په کور دننه هم د درملو او طبي توکو تولید ته زمینه برابره شي.

د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد‌الله روحاني وايي، لا هم د دغه ولایت په لرو سیمو کې ډېر خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه، د دوی د پرله‌پسې غوښتنو په پایله کې د عامې روغتیا وزارت نه یوازې په دغه ولایت کې د ۳۰ نوو روغتیايي مرکزونو جوړولو ژمنه کړې، بلکې د ولایتي روغتون د بسترونو شمېر یې هم له ۱۰۰ څخه ۲۰۰ ته زیات کړ.

په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو همکارې موسسې (MOVE) مسوولین وايي، د مرکز ترینکوټ اړوند په یکلینګي سیمه کې د جګړو له امله د نړېدلي روغتیايي مرکز پر بیا رغولو ۱.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د دغې ادارې تخنیکي مسوول ډاکټر لعل‌محمد احمدزي وویل، د یاد شوي روغتیايي مرکز له بیا رغولو وروسته یې د ۱۳ نورو روغتیايي مرکزونو د بیا جوړولو لپاره چمتووالی نیولی چې په تېرو جګړو کې نړېدلي دي.

ځايي اوسېدونکي خوښ دي چې د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې نه یوازې د جګړو له امله نړېدلي روغتیايي مرکزونه بېرته رغول کېږي، بلکې لسګونه نوي روغتیايي مرکزونه هم فعالېږي.

د مرکز ترینکوټ یوه اوسېدونکي شیرین اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو جګړو له امله ډېر بنسټونه ویجاړ شول او خلک له هر راز خدماتو او پرمختګ څخه وروسته پاتې شول.

دی غوښتنه کوي چې د نړېدلو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې دې په معیاري توګه بشپړې او خلکو ته دې پکې غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې چارواکو په اروزګان کې د هغو ۳۲ ښوونځیو د ودانیو د بیا رغولو ژمنې وکړې چې د تېرو جګړو له امله نړېدلې او ویجاړې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه