کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د ترکیې د یوه خیریه بنسټ مشر د شهیدانو او معلولینو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په ټول هېواد کې د دارالایتامونو د جوړونې او هغوی سره په بېلابېلو برخو کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه کړې ده.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمجید اخوند د ترکیې هېواد د ندا الخیر خیریه بنسټ له مشر شیخ حمزه او راغلي پلاوي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، په دغه ناسته کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ له یاد پلاوي وغوښتل چې له افغان یتیمانو سره مرستې وکړي او داسې اسانتیاوې ورته برابرې کړي، څو یتیمان وکولی شي چې پر ځان بسیا او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې له ندا الخیر خیریه بنسټ څخه راغلي پلاوي هم یتیمانو ته په ټول هېواد کې د دارالایتامونو د جوړونۍ او هغوی ته په بېلابېلو برخو کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP