پلعلم (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د لوګر د ازرې ولسوالۍ چارواکي وايي، د سیمهییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړتوب د دې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د ازرې ولسوال مولوي والله طارق پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دوه کورنۍ د دې ولسوالۍ د معروفخېلو قوم د حاجي رجب او حاجي اول جان دي چې له تېرو ۳۵ راهیسې د یو او بل دښمنان وو او په دې موده کې د دواړو لورو ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
نوموړي زیاته کړه، د دواړو کورنیو ترمنځ دغه زړه دښمني د علماوو او قومي مشرانو په منځګړتوب هواره شوه او دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه.
دی وايي: «په ازره ولسوالۍ کې د حاجي رجب او حاجي اول جان کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي حل او فصل شوه او له دې وروسته به د دښمنۍ پر ځای دوستي پالي.»
خو نوموړي په دې اړه معلومات ورنه کړل چې د دواړو کورنیو دښمني پر څه پيل شوې وه؟
د ازرې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي رییس خان پژواک خبري اژانس ته وویل، له کلونو کلونو راهیسې د حاجي رجب او حاجي اول جان کورنیو ترمنځ بدي وه او یوې کورنۍ هم نه شو کولای چې په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.
ده وویل، دا ډول روغې جوړې کولای شي چې ولسونه او قومي مشران سره یوموټی کړي او ولسوالیو او کلیو کې پرمختګ رامنځته شي.
نوموړي قومي مشر پر حکومت، علماوو او قومي مشرانو غږ وکړ چې په خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ شته شخصي بدۍ ژر تر ژره هوارې کړي.
په ازره ولسوالۍ کې د هوارې شوې بدۍ د کورنیو غړي حاجي رجب او حاجي اول جان د خپلو خبرو په ترڅ کې یو بل ته بښنه وکړه او زیاته یې کړه چې له دې وروسته به د بدۍ پر ځای دوستي پالي.
له دې وړاندې د لوګر په خروار، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې هم د قومونو او کورنیو ترمنځ درې لویي بدۍ د سیمهییزو مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړتوب هوارې شوې دي.
Views: 151
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن