ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

author avatar
2 Nov 2022 - 16:45
لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه
author avatar
2 Nov 2022 - 16:45

پل‌علم (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د لوګر د ازرې ولسوالۍ چارواکي وايي، د سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړتوب د دې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.

د ازرې ولسوال مولوي والله طارق پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دوه کورنۍ د دې ولسوالۍ د معروف‌خېلو قوم د حاجي رجب او حاجي اول جان دي چې له تېرو ۳۵ راهیسې د یو او بل دښمنان وو او په دې موده کې د دواړو لورو ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

نوموړي زیاته کړه، د دواړو کورنیو ترمنځ دغه زړه دښمني د علماوو او قومي مشرانو په منځګړتوب هواره شوه او دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه.

دی وايي: «په ازره ولسوالۍ کې د حاجي رجب او حاجي اول جان کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي حل او فصل شوه او له دې وروسته به د دښمنۍ پر ځای دوستي پالي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.