Language

قطر له اړو افغانانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې خپله خیریه موسسه پرانیزي

اټلانټا (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د قطر سفیر وایي، هېواد یې غواړي چې له اړو افغانانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې د دغه هېواد دولتي خیریه موسسه پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د قطر هېواد سفير سعيد بن مبارک الخيارين د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې د قطر سفير وويل، غواړي په افغانستان کې د قطر خيريه مؤسسې دفتر پرانیزي .

هغه وویل چې د دې موسسې له لارې به دوی په افغانستان کې له اړو کسانو, کونډو او يتيمانو سره لازمې مرستې کوي.

login or register a new account.