منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

قطر له اړو افغانانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې خپله خیریه موسسه پرانیزي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۹ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د قطر سفیر وایي، هېواد یې غواړي چې له اړو افغانانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې د دغه هېواد دولتي خیریه موسسه پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د قطر هېواد سفير سعيد بن مبارک الخيارين د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې د قطر سفير وويل، غواړي په افغانستان کې د قطر خيريه مؤسسې دفتر پرانیزي .

هغه وویل چې د دې موسسې له لارې به دوی په افغانستان کې له اړو کسانو, کونډو او يتيمانو سره لازمې مرستې کوي.

د قطر سفیر زیاته کړې چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

بلخي ویلی، د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په دې لیدنه کې د قطر له همکاريو څخه مننه وکړه.

هغه سفیر ته ډاډ ورکړ چې د قطر د خیریه ادارو په فعالیت کې به پوره همکاري وکړي او همداراز يې د مرستو د وېش په برخه کې خپل نظر او د همکارۍ ډاډ ورکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه