کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۱): کاناډا ۳۳۵ نور افغان کډوال هم په يوه ځانګړې الوتنه کې له پاکستان څخه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.
د کاناډا هېواد د کډوالۍ چارو ادارې یا (IRCC)دغه څرګندونې په خپله ټوېټرپاڼه کې کړې او لیکلي یې دي چې دغه افغانان یې تېره ورځ د کاناډا هېواد «ساسکاټون» سیمې ته انتقال کړي دي.
سرچینې لیکلي، په یادو کسانو کې د افغان ترجمانانو د کورنیو د غړو ترڅنګ هغه کسان هم شامل و چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت پر مهال يې له دوی سره کار کړی وو.
دغې ادارې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د لړم پنځمه) هم له پاکستان او تاجکستان څخه د ۶۶۸ نورو افغان کډوالو د لېږد خبر ورکړی و.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، یاد افغان کډوال به له هغو ۲۱۳۰۵ افغان کډوالو سره يو ځای شي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې وروسته دغه هېواد ته رسېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP