Language

هلمند  کې د پنبې او غوړیو فابریکې فعالیت پیل کړ

لښکرګاه (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱): د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند په «سردارګل محمد خان» صنعتي ښارګوټي کې د پنبې او غوړیو نوې فابریکې فعالیت پیل کړ.

د یادې فابریکي د پرانستلو پر مهال د هلمند  د سوداګرۍ خونې مسوول غلام يحیی پښتون پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه فابریکه په یوه ساعت کې درې ټنه خام مواد پروسس کوي.

دغه راز د یادې فاریکې مرستیال محمدحلیم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، پر دغه فابریکې ۵۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی او د شپږو میاشتو په موده کې یې کارونه بشپړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، په یاده فابریکه کې به  له ۷۰ څخه تر سلو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

چارواکي د جزییاتو له ورکولو پرته وایي، په دغه ښارګوټي کې ۱۲۰ فابریکې شتون لري چې ډېرې یې فعال دي او پر نورو کار روان دی چې ژر فعالې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.