اټلانټا (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱) : د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ده د شوي برید تور پر اوسني لومړي وزیر شهباز شریف او داي اېس اي پر یوه مشر لګولی دی.
عمران خان له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت پر ضد ًد پنجاب له لاهور ښار څخه پراخه لاریون پیل کړی دی او پلان یې دی چې له لسګونو زرو پلویانو سره اسلام اباد ته ورسیږي او همالته بیا پرلت ووهي.
هغه له حکومت څخه د ژر تر ژر ه د ټاکنو د نیټې د اعلان غوښتنه کوي.
خو کله چې پرون یې لاریون د پنجاب وزیر اباد سیمې ته ورسېد، نو د لاریون له مینځ څخه یوه تن پر هغه کنټینر ډزې وکړې چې پکې عمران خان او د هغه د ګوند د نور مشران سپاره وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP