منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عمران خان : پر ما برید کې شهباز شریف او د ای اېس ای یو مشر لاس لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۷ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱) : د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ده د شوي برید تور پر اوسني لومړي وزیر شهباز شریف او داي اېس اي پر یوه مشر لګولی دی.

عمران خان له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت پر ضد  ًد پنجاب له لاهور ښار څخه پراخه لاریون پیل کړی دی او پلان یې دی چې له لسګونو زرو پلویانو سره اسلام اباد ته ورسیږي او همالته بیا پرلت ووهي.

هغه له حکومت څخه د ژر تر ژر ه د ټاکنو د نیټې د اعلان غوښتنه کوي.

خو کله چې پرون یې لاریون د پنجاب وزیر اباد سیمې ته ورسېد، نو د لاریون له مینځ څخه یوه تن پر هغه کنټینر ډزې وکړې چې پکې عمران خان او د هغه د ګوند د نور مشران سپاره وو.

د پاکستانیو رسنیو د خبر له مخې، په دې برید کې یو تن وژل شوی او د عمران خان په ګډون ۱۳ تنه  نور ژوبل شوي دي. ویل کیږي چې عمران پر پښه دوه مرمۍ لګېدلې دي.

بلخوا د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند سکرتر جنرال  اسد عمر په یوه ویډیويي پیغام کې د عمران خان له خولې ادعا کړې ده، چې په دې برید کې لومړی وزیر شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله او د پاکستان د استخباراتي ادارې (اي اېس اي) د تورنجنرال په کچه یو مشر فیصل نصیر لاس لري.

د هغه په وینا، د عمران خان غوښتنه داده، چې "پر ده د قاتلانه برید" په تور دې دغه درېواړه کسان له خپلو څوکیو لرې کړل شي.

هغه زیاته کړې: "د خان صاحب پیغام دا دی چې که دغه درې کسان له خپلو څوکیو لرې نه کړای شول نو بیا به د ټول ملک په کچه اعتراض کېږي ، بیا داسې نه شي کېدای چې پاکستان به همداسې له دغو حالاتو سره چلېږي".

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د عمران خان دغه تورونه رد کړي دي او وې ویل چې نیول شوي بریدګر اعتراف کړی چې پخپله خوښه یې دا کار کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه