ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هواپېژندنې اداره: د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو احتمال شته

د هواپېژندنې اداره: د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو احتمال شته

author avatar
5 Nov 2022 - 15:13
د هواپېژندنې اداره: د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو احتمال شته
author avatar
5 Nov 2022 - 15:13

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو د اټکل خبر ورکړی دی.

یادې ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۱ کال د لړم په ۱۴مه او ۱۵مه په بدخشان، تخار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزني، اروزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، اټکل کېږي چې د سالنګونو په مربوطاتو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌متره باران او له ۱۰ تر ۲۰ سانتي متره واوره وشي.

یادې ادارې دغه‌راز ویلي چې د سېلابونو راوتلو امکان هم شته دی.

د یادونې ده، د روان کال په اوړي کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

Views: 435

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.