پل علم (پژواک، ١٥ لړم ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير وايي، له تحول وروسته تاريخي او فرهنګي ځایونه خوندي شوي او د حکومت پاملرنه ورته ډېره شوې ده.
دغه څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو او فرهنګیانو سره په لیدنه کې وکړې.
هغه وويل چې لوګر یو تاریخي او فرهنګي ولایت دى او تاریخي او فرهنګي ځایونه يې حکومت ته ځانګړی ارزښت لري.
خیرخواه وویل چې د نوي حکومت له راتګ سره تاریخي او فرهنګي ځایونه خوندې شوي او د پخوا په پرتله د حکومت پاملرنه ورته زیاته شوې ده.
دغهراز د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ريیس رفیعاالله صمیم پژواک ته وویل، دغه ولايت ته د اطلاعاتو او کلتور وزیر سفر خورا ګټور و چې ورسره به فرهنګي فعاليتونه نور هم ګړندي شي.
د لوګر ولایت یوه فرهنګي فعال محمد شعیب پژواک ته وویل چې حکومت بايد د تاريخي ځایونو د غصب مخنيوی وکړي او د بيارغونې لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير لوګر ته داسې مهال سفر کوي چې د دغه ولايت ډېرى تاريخي ځایونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP