کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د قرغیزستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي د اسلامي امارت له مرستیال سره په کتنه کې د ښځو حقونو د ټینګښت او سیاسي جوړښت په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه مطرح کړي دي.
د ارګ په ټويترپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قرغیزستان جمهور رئیس ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره نن وکتل.
سرچينه زياتوي، طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او د ښځو حقونو تامین او سیاسي جوړښت په اړه یې خپلې مشورې او وړاندیزونه مطرح کړل.
نوموړي ويلي: «راتلونکی کال پلان کې لرو چې د اسلامي امارت د روغتیايي مسوولینو په همکارۍ بدخشان کې ښځو او ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړو.»
د خبرپاڼې په حواله، د قرغیزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې غړي بالات سیپاف او په کابل کې د قرغیزستان سفارت شارژدافیر سنجر الګاژایوف له ترورېزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ وې ویل، ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان واقعي غږ واوري.
سرچينه کاږی، مولوي عبدالسلام حنفي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، دیني، اقتصادي او فرهنګي لرغونو اړیکو ستاینه وکړه او د دغو اړیکو تقویت یې مهم وباله.
حنفي د اداري فساد او نشه یي توکو صفر کېدو په اړه معلومات ورکړ، ويې ویل: «اسلامي امارت په افغانستان کې هېڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. زموږ پالیسي دا ده چې سیمه او نړۍ د نشه یي توکو له شر څخه خلاصوو او بین المللي ټولنه دې کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو کې همکاري وکړي.»
له بلې خوا د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټويټر کې کښلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بیک او ورسره مل پلاوي کتلي دي.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سياسي، اقتصادي او یو لړ نورو همکاريو خبرې وشوې.
ستانکزي د قرغزستان او تاجکستان پر پوله وروستیو شخړو ته په اشارې سره، د اختلافي مسئلو د تفاهم او خبرو له لارې پر حل ټینګار وکړ.
همدا راز یې له قرغزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت به هیڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن