جلالاباد (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): د استخباراتو لوی رياست وايي، ځواکونو یې په ننګرهار ولایت کې د انسانتښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
د استخباراتو لوی رياست نن (د لړم ۱۶مه) په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست ځواکونو د انسانتښتوونکو يوه پنځه کسیزه ډله له یو شمېر وسلو او درې موټرونو سره یو ځای نیولې ده.
سرچینې ویلي، نيول شوو کسانو څه موده وړاندې يو هېوادوال تر تښتولو وروسته وژلی و او یو بل کس يې د پيسو په مقابل کې برمته کړی و چې د پیسو اخيستلو پرمهال ونیول شول.
د استخباراتو رياست يوه ويډيو هم کړې چې نیول شوو کسانو پکې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
Views: 224
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن