ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د  ۷۲ میلیون افغانیو په پانګونه نوې فابریکه جوړه او فعاله شوه

هلمند کې د  ۷۲ میلیون افغانیو په پانګونه نوې فابریکه جوړه او فعاله شوه

author avatar
9 Nov 2022 - 16:58
هلمند کې د  ۷۲ میلیون افغانیو په پانګونه نوې فابریکه جوړه او فعاله شوه
author avatar
9 Nov 2022 - 16:58

لښکرګاه (پژواک، ۱۸  لړم ۱۴۰۱): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سرکار سيمه کې د سردار ګل‌محمد خان صنتعي ښارګوټي کې د پنبې پروسس او غوړیو د تولید یوې نوې فابریکې فعالیت پيل کړ.

د یادې فابريکې مشر حاجي غلام‌محمد محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «دلته مې ۷۲ میلیون افغانۍ پانګونه کړې او شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

ده زیاته کړه، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ ټنه دانه‌داره پنبه پروسس کوي او مالوچ، کنجاره، غوړي او صابون ترې جوړوي.

د هلمند د  صنعت او سوداګرۍ خونې مسوول غلام يحیی پښتون هم پژواک ته وويل، ډېری سوداګرو اوس په دغه ولایت کې پانګونه کړې او د صنعت برخه اوس د ودې په حال کې ده .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.