کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وايي، راتلونکې شنبې (د لړم ۲۱مه) شاوخوا ۱۴ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
یاد بانک نن (د لړم ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د سرچینې په وینا، د لیلام ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن