Language

حقاني د زابل چارواکو ته: د ادارو دروازې مو د خلکو پر مخ خلاصې پرېږدئ

کلات (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د کورنیو چارو سرپرست وزیر زابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو غوښتي چې دولتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانيزي او د ستونزو د حل لپاره یې کار وکړي.

سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني چې نن زابل ته راغلی و، په دغه ولایت کې په ولسي غونډه کې د ګډون پر مهال د دغه ولایت مسوولینو ته په خطاب کې وویل: «تاسو له ولسونو سره ښه چلند وکړئ، د هغوی غوښتنو او ستونزو د حل لپاره کار وکړئ او د خپلو ادارو دروازې د ولسونو پر مخ پرانیزئ، ځکه همدا ولسونو وو چې په تېر شل کلن دور کې یې له موږ سره زیاتې همکارۍ وکړې.»

نوموړی دغه راز پر خلکو غږ وکړ چې د خپل اتحاد او اتفاق او د نظام پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

د زابل ولایت مرستیال سلیمان اغا بهیر بیا د دغه ولایت د خلکو غوښتنې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

login or register a new account.