منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حقاني د زابل چارواکو ته: د ادارو دروازې مو د خلکو پر مخ خلاصې پرېږدئ

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۲ کتنې

کلات (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د کورنیو چارو سرپرست وزیر زابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو غوښتي چې دولتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانيزي او د ستونزو د حل لپاره یې کار وکړي.

سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني چې نن زابل ته راغلی و، په دغه ولایت کې په ولسي غونډه کې د ګډون پر مهال د دغه ولایت مسوولینو ته په خطاب کې وویل: «تاسو له ولسونو سره ښه چلند وکړئ، د هغوی غوښتنو او ستونزو د حل لپاره کار وکړئ او د خپلو ادارو دروازې د ولسونو پر مخ پرانیزئ، ځکه همدا ولسونو وو چې په تېر شل کلن دور کې یې له موږ سره زیاتې همکارۍ وکړې.»

نوموړی دغه راز پر خلکو غږ وکړ چې د خپل اتحاد او اتفاق او د نظام پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

د زابل ولایت مرستیال سلیمان اغا بهیر بیا د دغه ولایت د خلکو غوښتنې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

نوموړي د شینکۍ د ګمرک فعالېدو او تاسیساتو جوړېدو، په مېزانې، ارغنداب، ښار صفا، مرکز کلات، خاک افغان او نورو ولسوالیو له مرکز کلات سره د لویو لارو جوړېدو، کلینيکونو، پلونو، بندونو، جوماتونو او کارېزونو جوړېدو او مخابراتي ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتنه یې وکړه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر یې هم د حل ژمنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست