مزارشریف (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، پولیسو د غلو له پنځه کسیزې ډلې سره په نښته کې د دوی سرګروپ وژلی او ۴ نور یې نیولي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولایت مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو له وسلهوالو غلو سره نښته وکړه چې په ترڅ کې یې د یادو غلو سرګروپ ووژل شو او څلور نور وتښتېدل.
سرچينه زياتوي، تښتېدلي غله چې څلور تنه وو، د پنځمې حوزې امنیتي ځواګونو تر څار لاندې وو چې هغوی هم نن سهار ونیول شول.
سرچينه کاږي، له یادو کسانو دوه موټرونه او ځیني نور توکي هم نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP