Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین کې افغان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مرستیال مشر سره لیدلي

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): په چین کې د افغانستان سفارت وایي، سرپرست سفیر د دغه هېواد د اسیا څانګې له مرستیال مشر سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړیکو پر پياوړتیا خبرې کړې دي.

دغه خبر په چین کې افغان سفارت په خپله ټویټرپاڼه کې خپور کړی دی.

سرچینې ويلي: «چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست سید محی‌الدین سادات د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مرستیال مشر چین سونګ سره په کتنه کې د دوه اړخیزه سیاسي او ډيپلوماټيکو اړیکو د پياوړتیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.»

سرچینې په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې دواړو لوریو له افغانستان سره د چین د پرمختيايي مرستو، د نیمګړو پروژو بشپړولو او په تخنيکي برخه کې د افغانانو د روزنې او نورو دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه بحث وکړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.