Language

بغلان کې پر ۷۵۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوى تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

پلخمري (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): په بغلان کې زرګونو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پیل شوه.

د بغلان د کرنې ریاست د اطلاعاتو څانګې مسوول ولي امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوړو او کرنې ادارې(FAO)  په مالي ملاتړ د دغه ولايت په فرینګ، ده‌صلاح، بورکې، تاله و برفک او جلګې ولسوالیو کې پر ۷۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوى تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

د ده په وینا، دغه لړۍ دوام لري او د پاتې پنځو ولسواليو له ١١ زره کروندګرو سره به هم د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشي.

login or register a new account.

Related Topics