Language

له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې یونیم میلیارد ډالر نغدي مرسته شوې ده

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د پژواک موندنې ښیي چې له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو په ۴۵ کڅوړو کې څه باندې یونیم میلیارد امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.

د افغانستان بانک وایي، دغه بشري مرستې د امریکا متحده ایالتونه، اروپا او نور هېوادونه کوي او د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې دغه مرستې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز لري.

تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴مه د افغانستان اسلامي جمهوریت له منځه ولاړ او ځای یې اسلامي امارت ونیو.

له دغه تحول وروسته د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پر نوي سرپرست حکومت بندیزونه ولګول او د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني یې کنګل کړه او دغه کار په افغانستان کې د سختو اقتصادي ستونزوه لامل شو، خو لږ ځنډ وروسته نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره مرستې پیل کړې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.