منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې یونیم میلیارد ډالر نغدي مرسته شوې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۳۲۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د پژواک موندنې ښیي چې له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو په ۴۵ کڅوړو کې څه باندې یونیم میلیارد امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.

د افغانستان بانک وایي، دغه بشري مرستې د امریکا متحده ایالتونه، اروپا او نور هېوادونه کوي او د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې دغه مرستې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز لري.

تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴مه د افغانستان اسلامي جمهوریت له منځه ولاړ او ځای یې اسلامي امارت ونیو.

له دغه تحول وروسته د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پر نوي سرپرست حکومت بندیزونه ولګول او د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني یې کنګل کړه او دغه کار په افغانستان کې د سختو اقتصادي ستونزوه لامل شو، خو لږ ځنډ وروسته نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره مرستې پیل کړې.

افغانستان بانک تېر کال د لېندۍ په لسمه اعلان وکړ چې ۱۶ میلیون امریکایي ډالر بشري مرسته کابل ته راورسېده او یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوه.

وروسته د دې ډول مرستو لړۍ تر اوسه دوام کړی.

له افغانستان سره د نغدي بشري مرستو د دې لړۍ معلومات د افغانستان بانک پر وېبپاڼې خپاره شوي دي.

د دغو معلوماتو له مخې، تېر کال د لېندۍ په لسمه د یادو مرستو لومړۍ کڅوړه (۱۶ میلیون ډالره) او د همدې میاشتې په ۱۶مه دویمه کڅوړه (۱۶ میلیون ډالر) کابل ته راورسېدې.

خو د همدې میاشتې په ۲۱مه او ۲۴مه، د ۱۹.۲ میلیون دالرو دوه کڅوړې، د تېر کال د مرغومي له شلمې د روان کال د چنګاښ تر ۱۶مې د ۳۲ میلیونو ډالرو ۲۵ کڅوړې او له هغه وروسته د روانې لړم میاشتې تر ۲۰مې د ۴۰ میلیون ډالرو ۱۶ کڅوړې کابل ته رارسېدلې دي.

د افغانستان بانک مرستیال ویاند حسیب الله نوري وایي چې دغه بشري مرستې د امریکا متحده ایالتونه، اروپا او نور هېوادونه کوي.

هغه زیاته کړه: «لکه څرنګه یې چې له نوم څخه ښکاري، بشري مرستې دي او په همدې بشري برخو کې لګول کېږي.»

د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرستې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز لري.

ده وویل: «دا مهمه نه ده چې دا پیسې له کومه ځایه افغانستان ته راځي، مهمه دا ده چې د افغانستان پر اقتصاد ډېر زیات مثبت اغېز لري، کله چې دغه پیسې د افغانستان بانک ته وسپارل شي، په اني او ژر ډول د افغانیو پر ارزښت ډېر مثبت تاثیري لري او تر ننه یې چې ارزښت ساتل شوی، یو لامل یې همدا د ډالرو د کڅوړو راتګ دی او په اوږدمهال کې دا پیسې د هېواد دننه که هر چېرې لګول کېږي نو ګټه یې هېواد، خلکو او د هېواد اقتصاد ته رسي.»

د هغه په وینا، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت په جوړېدو سره د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوه او ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې چې خلک یې ډېر زیات اندېښمن کړل، خو همدا مرستې وې چې افغانۍ ورسره بیا ثبات پیدا کړ.

د راپورونو له مخې، د تېر کال د زمري په نهمه، له سیاسي تحول مخکې یو امریکایي ډالر په ۷۹.۷۰ افغانۍ و، خو له تحول وروسته د همدغه کال د لېندۍ په ۲۲مه یو امریکايي ډالر تر ۱۳۰ افغانیو لوړ شو، خو لږ وروسته د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شو او د سلواغې تر ۱۱مې د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانیو ته راټیټه شوه او نن (د لړم ۲۱مه) د یوه ډالر بیه ۸۸.۶۴ افغانۍ ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول د ډېټا ژورنالېزم راپورونه