ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډلې مخکني لوبډلمشر محمدنبي عيسی‌خېل پلار وفات شو

د کرکټ ملي لوبډلې مخکني لوبډلمشر محمدنبي عيسی‌خېل پلار وفات شو

author avatar
12 Nov 2022 - 16:29
د کرکټ ملي لوبډلې مخکني لوبډلمشر محمدنبي عيسی‌خېل پلار وفات شو
author avatar
12 Nov 2022 - 16:29

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ ملي لوبغاړي محمدنبي عيسى‌خېل پلار چې له څه مودې راهيسې ناروغ و، وفات شوی دی.

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اضغر افغان نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ګران ملګري محمدنبي عیسى‌خېل والد صېب په حق رسېدلی.»

دغه راز د کرکټ ملې لوبډلې بل لوبغاړي رحمت‌شاه هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د محمدنبي عیسی‌خېل والد صېب په حق رسېدلى، نبي او ټولې کورنۍ ته دې الله ج د زړه صبر ورکړي.»

محمدنبي عيسى‌خېل له کلونو راهيسې د کرکټ ملي لوبډلې غړى دى؛ نوموړي دوه ځلې د څو کلونو لپاره د ملي لوبډلې د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

Views: 413

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.