کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې لوبو ته د چمتووالي په موخه نن متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
کرکټ بورډ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې له لوبو مخکې د تمریناتي کمپ او چمتووالي په موخه نن عربي اماراتو ته سفر کوي.
سرچینه زیاتوي، په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۴ کسانو ته ځای ورکړل شوی چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ یو شمېر غوره لوبغاړي هم په کې شامل دي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یاد تمریناتي کمپ نوملړ کې حشمتالله شهیدي لوبډلمشر، رحمتشاه مرستیال لوبډلمشر، رحمنالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیبالله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علیخېل، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیبالرحمن، ضیاء اکبر، نوراحمد، فضلحق فاروقي، فرید ملک، یمین احمدزی، نجات مسعود، عظمتالله عمرزی، قیساحمد، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالرحمن، شرفالدین اشرف او بهیرشاه محبوب شامل دي.
د سرچینې په وینا، د ابراهیم عبدالرحیمزي او بهیرشاه محبوب د ویزو لپاره غوښتنلیکونه لېږل شوي چې د متحده عربي اماراتو د ویزو له ترلاسه کولو وروسته به د یاد تمریناتي کمپ برخه شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه تمریناتي کمپ به سبا په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د نومبر تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.
یادي ادارې ویلي چې افغان لوبډله به له یاد تمریناتي کمپ وروسته د سریلانکا پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.
کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر نورالحق ملکزي له قوله لیکلي: «یاد تمریناتي کمپ د راتلونکو سیالیو لپاره د پوره چمتووالي په موخه د لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې باید پوره ګټه ترې پورته کړي.»
د یادونې ده، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ به لومړۍ لوبه د نومبر میاشتې په ۲۵مه، دویمه په ۲۷مه او درېیمه به بیا د همدې میاشتې په ۳۰مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP