ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره لوبو ته د چمتووالي لپاره اماراتو ولاړه

د کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره لوبو ته د چمتووالي لپاره اماراتو ولاړه

author avatar
12 Nov 2022 - 16:46
د کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره لوبو ته د چمتووالي لپاره اماراتو ولاړه
author avatar
12 Nov 2022 - 16:46

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې لوبو ته د چمتووالي په موخه نن متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

کرکټ بورډ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې له لوبو مخکې د تمریناتي کمپ او چمتووالي په موخه نن عربي اماراتو ته سفر کوي.

سرچینه زیاتوي، په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۴ کسانو ته ځای ورکړل شوی چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ یو شمېر غوره لوبغاړي هم په کې شامل دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یاد تمریناتي کمپ نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي لوبډل‌مشر، رحمت‌شاه مرستیال لوبډل‌مشر، رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب‌الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علی‌خېل، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب‌الرحمن، ضیاء اکبر، نوراحمد، فضل‌حق فاروقي، فرید ملک، یمین احمدزی، نجات مسعود، عظمت‌الله عمرزی، قیس‌احمد، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالرحمن، شرف‌الدین اشرف او بهیرشاه محبوب شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.