ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان په لرو پرتو سیمو کې ګرځنده روغتیايي خدمات پیل شول

د بغلان په لرو پرتو سیمو کې ګرځنده روغتیايي خدمات پیل شول

author avatar
13 Nov 2022 - 15:03
د بغلان په لرو پرتو سیمو کې ګرځنده روغتیايي خدمات پیل شول
author avatar
13 Nov 2022 - 15:03

پلخمري (پژواک، ٢٢ لړم ۱۴۰۱): د بغلان ولايت د نهو ولسواليو په لرو پرتو سيمو کې ګرځنده روغتيايي خدمات پيل شول.

د بغلان د عامې روغتیا ريیس ډاکټر مسعود احمدي د یادو روغتیايي ټیمونو فعالیت د پیل په غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د نهو ولسوالیو په هغو لرو پرتو سیمو کې چې اوسېدونکي یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري، ګرځنده روغتيايي خدمات پيل شول.

احمدي وایي، دا ټول لس ټيمونه دي چې کور په کور به خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

دغه راز د دغه روغتيايي ټيم يوې کارکوونکې مرينا پيوندي پژواک ته وويل چې هر ټيم د يوې ښځينه ډاکټرې په ګډون شپږ کارکوونکي لري.

دې وويل چې په دغو لسو ټيمونو کې ٦٠ کسانو ته د دوو مياشتو لپاره د کار زمينه برابره شوې ده.

د يادونې ده، دغه ګرځنده روغتيايي ټيمونه به د بغلان په تاله و برفک، بنو، ګذرګاه نور، خوست، خنجان، دوشي، فرنګ، مرکزي بغلان او مرکز پلخمري کې فعاليت کوي چې له دوو مياشتو وروسته به په دايمي سيمه ييزو روغتيايي مرکزونو بدل شي.

Views: 98

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.