کندهار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): د کندهار په سپين بولدک کې افغان او پاکستاني ځواکونو پر یو او بل ډزې کړې او وروسته د سپین بولدک- چمن لار تړل شوې ده.
پېښه نن غرمه څه باندې دوولس بجې شوې ده.
د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ د «لغړیانو» پر سر ستونزه راغلې او وروسته ډزې شوې خو مرګ ژوبله نه لري.
هغه زیاته کړه، له پېښې وروسته لار د خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړل شوې ده.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.
په سپین بولدک کې یوې بلې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دواړو لورو ترمنځ نښته له هغه وروسته وشوه چې پاکستاني پوځیانو «لغړیان» وهل او افغان امنیتي کسانو یې مخنیوی کاوه.
په سیمهییزه اصطلاح «لغړیان» هغو کسانو ته ویل کېږي چې سوداګریز توکي له مالیې پرته د ډیورنډ کرښې یوې او بلې غاړې ته وړي چې ماشومان، ځوانان، مېرمنې او ان سپین ږیري او معلول کسان هم په کې شامل دي.
هغه زیاتوي، د افغان لوري په ډزو دوه پاکستاني پوځیان لګېدلي او ټپيان شوي چې په غبرګون کې یې لار د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره تړل شوې او دواړو لورو ته په زرګونو خلک او په سوداګریزو توکو بار موټر ایسار پاتې دي.
تېرو کلونو کې هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د مقابل لوري د سرغړونو له امله ورته نښتې شوې او د سپين بولدک- چمن لار په اوونیو او میاشتو بنده شوې ده.
Views: 452
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن