Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د سپین‌بولدک پېښې څېړنې لپاره پلاوی ګومارل شوی

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د کندهار په سپین بولدک کې د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو د ډزو پېښې د څېړلو او عاملینو پیدا کولو لپاره یوه لوړپوړي پلاوي پلټنې پیل کړې دي.

تېره ورځ راپورونه خپاره شول چې د کندهار په سپين بولدک کې افغان او پاکستاني ځواکونو پر یو او بل ډزې کړې او وروسته د سپین بولدک- چمن لار تړل شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دوې ورځې مخکې د کندهار ولایت له  سپین بولدک څخه چمن ته پر ورتلونکې لاره د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو ډزې شوې دي چې له امله یې یو پاکستانی عکسر وژل شوی دی.

سرچینې لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت په یاده پېښه خواشیني څرګندوي او د پېښې د څېړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو لوړپوړی پلاوی ګومارل شوی او پلټنې یې پیل کړې دي.»

مجاهد وایي، د افغانستان امنیتي ارګانونه کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا ‌ډول پېښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.