کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چین، قرغیزستان او منګولیا پانګهوال لېواله دي چې په افغانستان کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلِی، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور نن (سهشنبه) په خپل دفتر کې د چین، قرغیزستان او منګولیا له پانګهوالو سره لیدلي دي.
سرچينه ليکي، د چین، قرغیزستان او منګولیا پانګهوالو د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس د فابریکو جوړولو او په افغانستان کې له معدني موادو د صنایعو جوړولو او تولید په برخه کې د پانګونې په موخه، د خپلې لېوالتیا او چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.
سرچينه زياتوي، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهابالدين دلاور هم په افغانستان کې د پروسس فابريکو د جوړېدو پلان هرکلى وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
Views: 81
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن