تالقان (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): په تخار کې د چپنو ځيني تولیدوونکي وایي، که حکومت ترې ملاتړ وکړي، ګاونډیو هېوادونو ته د خپلو لاسي صنایعو په صادرولو سره به د کورنیو د اقتصاد ښه کېدو او هېواد کې د مثبت تغییر شاهدان اووسي.
د لاسي صنایعو چپنې – چې ډېری وخت د ژمي پر مهال په تخار ولایت کې ښه بازار لري – د سیمهییزو لباسونو له ډلې او د مرکزي اسیا څو هېوداونو یو ګډ فرهنګ ګڼل کېږي چې ډېر کله په شمالختیځ په ځانګړي ډول تخار ولایت کې په جذابو او بېلابېلو رنګونو سره تولېديږي.
د چاه آب ولسوالۍ یو اوسېدونکی بابه جان چې د چپنو د تولید کارخونه لري وایي، د چپنو تولید او جوړول له نیکونو ورته په میراث پاتې دی او له دې لارې، د خپلې لس کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د بابه جان په خبره، یوه چپنه په اووه ورځو کې تولیدېږي او دغه صنایع له ځانګړي تارونو او وطنۍ پنبې څخه جوړېږي چې په ژمي کې د ګرموالي له امله یې خلک ډېر خوښوي.
هغه زیاتوي، په تخار کې یوه تولید شوې چپن له پنځو تر اووه زرو افغانیو پورې پلورل کېږی.
په چاه آب ولسوالۍ کې د چپنو یو پلورونکی امام علي وایي، په تېرو وختونو کې به له چپنو څخه یوازې لویانو او اربابانو استفاده کوله؛ خو اوس دغه صنعت په خلکو کې ښه شهر موندلی دی.
نوموړي زیاته کړه، ټول خلک لېوال دي چې په ژمي کې د ښه بالاپوش په توګه له چپنو نه استفاده وکړي.
نوموړي وویل، د ورېښمو چپن چې د دغو صنایعو مشهور محصول دی، په چاه آب ولسوالۍ کې تولیدېږي او ډېر مینهوال لري.
د هغه په خبره، که ګاونډیو هېوادونو ته د دغو لاسي صنایعو د صادرولو زمینه برابره شي، د کورنیو او هېواد په اقتصادي وده کې به ښه رول ولري.
په همدې حال کې، د تخار ولایت د صنعت او سوداګرۍ امر مولوي ضیاءالدین له پژواک سره په خبرو کې وویل، ګاونډیو هېوادونو ته د دغو لاسي صنایعو د صادرولو هڅې روانې دي او ټاکل شوې چې د دغه صنعت د ژوندي ساتلو په موخه یو نندارتون هم جوړ شي.
د یادونې ده چې خلک چپن معمولا د ژمي په موسم کې د جامو دپاسه اغوندي او د شمال او شمالختیځ خلکو یو پخوانی فرهنګ ګڼل کېږي چې ډېری د تخار په چاه اب او رستاق ولسوالیو کې تولید او بازار ته عرضه کېږي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن